Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کاملا هرېس خپل «تاریخي ټاکنیز کمپاین» پېل کړ

په یوه تاریخي او چټک اقدام کې د ولسمشر جوبایډن مرستیالې کاملا هرېس د امریکا د ۲۰۲۴ کال ولسمشریزو ټاکنو کې د جو بایډن په ملاتړ، خپل ټاکنیز کمپاین پیل کړ.

جوبایډن په دې وروستیو کې د امریکا له ولسمشریزو ټاکنو څخه چې د روان کال په نوامبر کې ترسره کېږي لاس په سر شو. هغه پرېکړه چې، ویل کېږي د لوړ عمر او د هغه د روغتیا حالت په دلیل نیول شوې ده. 

خو د امریکا ۸۱ کلن ولسمشر به د خپل ریاست جمهورۍ د دورې ترپایه به، خپل کار ته دوام ورکړي.

د جوبایډن پرېکړې کاملا هرېس ته لار پرانیسته چې، هوډ لري د امریکا په ۴۲۸ کلن تاریخ کې لومړنۍ ولسمشره شي.

۵۹ کلنه مېرمن هرېس یوه تور پوستې اسیاسي الاصله امریکایۍ ده چې، د جو بایډن د مرستیالې په توګه کار کوي.

له ټاکنو د جو بایډن تر په شا کېدو وروسته، د کاملا هرېس د ټاکنیز کمپاین ملاتړي په چټکۍ سمبال شول او له خپلو استازو او د ایالتي حزب له رییسانو سره په اړیکه کې شول او له هغوی یې غوښتي چې، د ډموکراټ کوند په غونډو کې د مېرمن هرېس له نوماندۍ ملاتړ وکړي.

مېرمن هرېس ویلي:«هوډ لرم چې، دغه نوماندي ترلاسه کړم او ګټونکې شم. زه به د ډونلډ ټرامپ د ماتولو، د ډموکرات ګوند او د خپل ملت د یووالي لپاره خپلې هڅې وکړم.» 

د جون په ۲۷مه له ډونلډ ټرامپ سره په مناظره کې د جو بایډن ضعیفې کړنې، ډېری ډموکراتان دې ته اړ کړل چې، په ټاکنو کې د ښاغلي بایډن د ګوښه کېدو غوښتونکي شي. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه