Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اسراییل یوځل بیا خان یونس کې له خلکو غوښتي څو له خپلو مېنو و وځي

اسراییلي ځواکونو نن (شنبه) یوځل بیا غزه کې د بې ځایه شویو په ګڼ مېشتې، خان یونس سیمه کې له خلکو غوښتي څو خپلې مېنې پرېږدي. 

اسراییل روانه اوونۍ کې د بشري مرستو له دغې یواځنۍ سیمې د تخلیې د دویم ځل غوښتنې په اړه وایي، له دغې سیمې پر دوی برید شوی او غواړي د حماس پر وړاندې له دې ځایه عملیات وکړي. 

د غزې روغتیا وزارت وایي، د تېرې دوشنبې پر ورځ د خان یونس له اوسېدونکي د تخلیې تر غوښتنې وروسته، اسراییلو پر دغه سیمه ګڼ بریدونه وکړل چې شاوخوا ۷۰ تنه پکې و وژل شول. 

خان یونس سیمه کې شاوخوا ۱.۸ میلیونه فلسطیني بې ځایه شوي مېشت دي چې د ملګرو ملتونو په خبره، په خېمو پوښل شوې دغه سیمه کې د روغتیایي خدماتو په ګډون هېڅ ډول اسانتیاوې نشته. 

غزه کې د جګړې له پیله تر دې دمه څه د پاسه ۳۹ زره فلسطینیان وژل شوي دي. 

د ملګرو ملتونو د شمېرو لمخې، دغه جګړه بیا شاوخوا ۱۷ زره فلسطیني ماشومانو خپل مور او پلار له لاسه ورکړي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه