Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

امریکا پر اسراییل د ۲۰ میلیاردو په ارزښت د وسلې د پلور طرحه تصویب کړه

امریکا تېره ورځ (سې شنبه) پر  اسراييل جېټ الوتکو او نورو پوځي وسلو د پلورو طرحه تصویب کړه چې ارزښت یې ۲۰ میلیارده یاد شوی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، انتونیو بلېنکن ویلي، پر اسراييل به د ۱۹ میلیارده ډالرو په ارزښت ۱۵ اف جېټ الوتکې، د ۷۷۴ میلیون ډالرو په ارزښت د ټانک مرمۍ او د ۵۸۳ میلیون ډالرو په ارزښت پوځي نقلیه وسایط وپلوري.

رویټرز خبري اژانس، د پنټاګون له قوله راپور ورکړی چې دغه وسلې او نظامي تجهیزات به د راتلونکو څو کلونو په لړ کې اسراييل ته ورکړ شي.

په دغه راپور کې راغلي، تمه ده چې د اف ۱۵ جیټ الوتکو او بویینګ الوتکو تولید کلونه وخت ونیسي او اسراييل ته یې ورکړه له ۲۰۲۹ زیږیز کاله پیل شي.

خو پنټاګون بیا وايي، له الوتکو پرته نوره وسله او تجهیزات به په ۲۰۲۶ کې ورکړ شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه