رویټرز خبري اژانس دغه سفر وار لمخې نا اعلان شوی سفر یاد کړی دی.
د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین چېچین ته په ناڅاپي سفر کې له اوکراین سره د جګړې لپاره له چمتو شویو سرتېرو سره وکتل.
رویټرز خبري اژانس د کرملین له قوله ویلي، پوتین ۱۳ کاله وروسته په ناڅاپي سفر چېچین ته تللی چې د دغه هېواد له مشر رمضان قدیروف سره یې هم کتلي او هغه وسلې او ځواکونه یې له نږدې ارزولي چې د اوکراین د جګړې لپاره چمتو شوي دي.
اخوا اوکرایني چارواکو ویلي، د روسیې له لوري پرې د بریدونه زیات شوي دي.
رویټرز د اوکرایني ځواکونو له خولې ویلي، دغو بریدونو د هېواد په ختیځو سیمو کې زور اخیستی خو تر دې دمه څرګنده نه ده چې د روسیې له لوري د شویو بریدونو په پایله کې څومره تلفات اوښتي دي.
تر دې وړاندې روسي ځواکونو ادعا کړې وه چې د نیو یورک په ګډون یې د اوکراین په ختیځ کې ځينې سیمې نیولې هم دي خو تر دې دمه د دغې ادعا په اړه کره اسناد نشته.
بل لور ته روسیې بیا پر اوکراین د تازه بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.
په دې اړه مو اندونه