اوکراین د روسیې پر مرکز، مسکو ۱۱ ډرون بریدونه ترسره کړي دي.
روسیي چارواکو د جګړې له پیل راهیسې دغه برید پر مسکو تر ټولو ستر برید یاد کړی دی.
رویټرز لیکلي چې اوکراین د تېرو څو میاشتو راهیسې د مسکو په ۲۱میلیونه نفوس لرونکي ښار ګڼ هوایي بریدونه کړي دي.
د روسیې دفاع وزارت ویلي، پر مسکو یې د ۱۱ ډرون الوتکو په ګډون د دغه هېواد پر خاوره ۴۵ ډرون الوتکې ویجاړې کړې دي.
د مسکو ښاروال ویلي، ځینې بې پیلوټه الوتکې یې د دغه ښار په پوډولسک سیمه کې کرملین ته په ۳۸ کیلومترۍ کې ویجاړې کړې دي.
هغه دغه بریدون د بې پیلوټه الوتکې په وسیله پر مسکو تر ټولو ستر بریدونه یاد کړي دي.
په دې اړه مو اندونه