رویټرز د لسو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د حماس او اسراییل ترمنځ د غزې د اوربند او یرغمل شویو خوشې کولو خبرې، غزه کې د اسراییلي ځواکونو د حضور او فلسطیني یرغمل شویو د خوشې کولو له امله له خنډ سره مخ شوې دي.
د دوو حماس چارواکو او درېیو لویدیځو ډیپلوماټانو په ګډون دغو سرچینو د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، وروسته تر هغې چې حماس د امریکا د ولسمشر جو بایډن له لوري تېره مې میاشت کې د اوربند وړاندیز ومانه، د اسراییل له لوري ځینو وړاندیزونو دغه بهیر له خنډ سره مخ کړ.
سرچینو روښانه کړې چې حماس تر ډېره په نتارسیم کوریډور کې د اسراییلي ځواکونو د حضور وړاندیز اندېښمن کړي وو.
نتارسیم کوریډور کې د اسراییلي ځواکونو حضور د فلسطین د ختیځ او لویدیځ ترمنځ هر ډول تګ راتګ بندوي.
راپور کې راغلي چې اسراییلي ځواکونو هم د مصر او غزي په ګډه پوله کې په فیلډوفیا کوریډور کې د ځواکونو د ځای پر ځای کولو وړاندیز کړی دی.
په دې اړه مو اندونه