Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سپينه ماڼۍ: په غزه کې د اوربند په اړه د قاهرې خبرې روانې دي

د سپينې ماڼۍ د ملي امنیت ویاند جان کربي اعلان کړی چې، په غزه کې د اوربند او د یرغمل شویو د تبادلې د هوکړې خبرې په قاهره کې روانې دي.

د رویټرز د راپور پر بنسټ، جان کربي زیاته کړې چې، دغه خبرې اترې به د کاري ډلو تر کچې تر راتلونکو څو ورځو دوام ولري څو ځانګړي مسایل حل شي.

ښاغلي کربي ټینکار کړی چې، د ډېریو راپورونو پر خلاف دغو خبرو اترو ښې پایلې لرلي او په ښه بڼه مخ ته تللي دي.

هغه ویلي:«خبرو اترو تر دې کچې پرمختګ کړی، لوري دې پایلې ته رسېدلي چې، راتلونکی منطقي ګام، د جزییاتو د ارزونې لپاره په ټیټه کچه د کاري ډلو جوړول دي.»

یوه له موضوع‌ګانو چې، باید دغه کاري ډلې ورته رسېدنه وکړي، له فلسطیني اسیرانو سره، د هغو یرغمل شویو کسانو تبادله ده چې د حماس په واک کې دي.

نوموړی زیاتوي هغه جزییات لکه، د هغو یرغمل شویو کسانو شمېر چې، شونې ده تبادله شي، د هغوی هویت او د احتمالي ازادۍ چټکتیا په څېر موضوع‌ګانې باید حل او فصل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه