Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

غزه کې د اسراییل تازه بریدونه؛ خان یونس کې یوځل بیا د تخلیې امرونه شوي

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې اسراییلي ځواکونو خپل ټانکونه د خان یونس مرکز ته نږدې کړي او د حماس له پوځيانو سره په نښته کې یې لږ تر لږه ۳۴ فلسطینیان وژلي دي. 

ځایي اوسېدونکو ویلي، د اسراییلي ځواکونو ټانکونه په ناڅاپي توګه دغې سیمې ته ننوتلي، په عملیاتو یې پیل کړی او له خلکو یې غوښتي څو خپلې سیمې پرېږدي. 

دوی وایي، د اسراییلي ځواکونو د دغو عملیاتو په ترڅ کې ګڼ شمېر بې ځایه شوې کورنۍ یو ځل بیا بې ځایه شوې. 

راپور کې راغلي، اسراییل، خان یونس کې په جلا هوایي بریدونو کې ۱۱ تنه نور هم وژلي دي. 

رویټرز د غزې روغتیایي چارواکو په حواله لیکلي، چې اسراییلي ځواکونو د غزې په دیر البلاح سیمه هم چې شاوخوا یو میلیون فلسطیني بې ځایه شویو پکې پناه اخیستې، برید کړی او اته تنه یې وژلي دي. 

د غزې په مرکز النصیرات کې بیا په یوه هوایي برید کې یو خبریال محمد عابد ربو له خپلې خور سره یوځای وژل شوی، چې د حماس رسنیز دفتر د معلوماتو لمخې په دې سره غزه کې د جګړې له پیل راهیسې تر دې دمه د وژل شویو فلسطیني خبریالانو شمېر ۱۷۲ تنو ته پورته شو. 

دغزې روغتیایي مسوولینو د شمېرو پر بنسټ، دغه تړانګه کې د جګړې له پیله تر دې دمه ۴۰ زره او ۵۰۰ کسان وژل شوي، استوګنیزې سیمې ویجاړې شوي او ډېری فلسطیني وګړي بیا بیا بې ځایه شوي دي. 

سیمه کې مرستندویه بنسټونه هم د خوراکي او روغتیایي توکو له کمښت سره مخ دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه