Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کینیا کې د ښوونځي په لیلیه کې اورلګېدنې ۱۷ زده کوونکي مړه کړي

کینیا کې د یوه ښوونځي په لیلیه کې تېره ورځ (جمعه) د اورلګېدنې له امله ۱۷ زده کوونکي مړه شوي دي. 

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې دغه اورلګېدنه کې ۱۴ زده کوونکي ټپیان شوي دي.

راپور کې د کینیا د پولیسو په حواله لیکل شوي: « دغه پېښه کې مو ۱۷ زده کوونکي له لاسه ورکړل او ۱۴ ټپیان شول. زموږ ټیم دا مهال د پېښې په ځای کې دی.»

د سیمې یوه اوسېدونکي رویټرز ته ویلي: « هلته څو زده کوونکي وسوځېدل، ما یوازې وکولای شول چې یو یې وژغورم، خو له بده مرغه وروسته بیا مړ شو.»

راپور کې راغلي چې دغه زده کوونکي له څلورم تر اتم ټولګي زده کوونکي و او عمرونه یې هم له ۹ تر ۱۳ و.

دغه لیلیه کې ۱۵۶ زده کوونکي مېشت و. 

د مسوولینو په خبره، د دغې لیلیې ۷۰ زده کوونکي نادرکه شوي او د دوي په باور تېره ورځ  دغه زده کوونکي د خپلو کورنیو له لوري لېږدول شوي دي. 

د دغې اورلګېدنې لامل تر دې مهاله نه دی مالوم.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه