د اسراییلي ځواکونو د غزې په جبیله سیمه کې په یوه هوایي برید کې نن (یکشنبه) د فلسطین د بېړنیو ښاري خدماتو مرستیال محمد مورسي او د نوموړي د کورنۍ څلور غړي وژلي دي.
د غزې د بېړنیو ښاري خدماتو ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د محمد مورسي له وژنې سره غزه کې د جګړې له پیله تر دې دمه د اسراییلي ځواکونو په بریدونو کې د دغې ادارې د وژل شویو کارکوونکو شمېر ۸۳ تنو ته پورته شو.
د غزې اوسېدونکي وایي، اسراییلي ځواکونو دغه تړانګې په الزیتون سیمه کې هم ګڼ کورونه الوزولي دي.
سیمه کې روغتیایي چارواکو هم ویلي، چې دغو ویجاړو شویو کورونو کې د بند پاتې او ټپيانو سره پر مرستې نه دي بریالي شوي.
اسراییل داسې مهال غزه کې دغه بریدونه کوي چې امریکا غزه کې د اوربند او یرغمل شویو د خوشې کولو پر نوې طرحه کار کوي.
په دې اړه مو اندونه