Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په پوځي برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا کارونې هڅې روانې دي

سویلي کوریا په نظامي برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې لپاره غونډه جوړه کړې ده.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې دغې غونډې ته د څه باندې ۹۰ هېوادونو استازي را بلل شوي دي.

په دغه غونډه کې په پوځي برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې او اغېزو یې خبرې شوې دي.

په دغه برخه کې د اوکراین او روسیې د جګړې یادونه هم شوې، چې اوکرایني ځواکونو ویلي، که په پرمختللې ټکنالوژۍ یا مصنوعي ځیرکتیا سمبال تجهیزات او وسلې ولري، نو د روسیې د ډرون بریدونو مخه تر ډېره بریده نیولای شي.

په پوځي برخه کې د نوې ټکنالوژۍ یا مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه لومړنۍ غونډه د هالنډ په امستردام کې شوې وه، چې چین او امریکا پکې له حقوقي ژمنتیا پرته د چټک اقدام خبره کړې وه.

د رویټرز د راپور پر بنسټ، تر دې دمه له دغې غونډې کومه پرېکنده پایله نه ده څرګنده شوې، چې هېوادونو ته په جګړه کې د مصنوعي ځيرکتیا د کارونې جواز ورکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه