رویټرز د غزې د بېړنیو ښاري خدماتو ادارې په حواله راپور ورکړی چې د غزې په سویل کې د بې ځایه شویو فلسطینیانو پر پنډغالي برید کې ۶۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
راپور کې راغلي چې پر دغه پنډغالي څلور بریدونه شوي او په قربانیانو کې ماشومان او ښځې هم شته دي.
د غزې روغتیا وزارت تر دې مهاله د دغې مرګ ژوبلې په تړاو څه نه دي ویلي.
اسراییلي ځواکونو بیا ویلي چې د دغو بریدونو موخه یې د حماس یو پوځي مرکز و.
خو حماس دغه پنډغالي کې د خپلو پوځیانو شتون رد کړی دی.
د حماس په خبرپاڼه کې راغلي: « دا پر دغو ناوړه جنایتونو د پردې اچولو په موخه ښکاره دروغ دي. مقاومت بیا بیا د ملکیانو په منځ کې د خپلو غړو شتون او له ملکي ځایونو د پوځي موخو لپاره کارونه رد کړې ده.»
د راپور لمخې، ډېری فلسطینیان تر ۱۰ ځلو زیات بې ځایه شوي دي.
په دې اړه مو اندونه