Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ټرمپ او هرېس په ګڼو مسایلو کې یو بل پړه کړل

د امریکا دوو ولسمشریزو ټاکنو نوماندانو، ډونالډ ټرمپ او کاملا هرېس خپله لومړۍ او وروستۍ مناظره وکړه.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د مناظرې پیل د اقتصادي مسایلو په تړاو و او د هغه موضوع ده چې خلک یې د ټرمپ دریځ ګڼي او د همدې لپاره یې ملاتړ کوي.

په دغه مناظره کې کاملا هرېس، ټرمپ په دې پړ کړ چې د هغه د واکمنۍ پر مهال د بې روزګارۍ کچه لوړه شوې وه، پر بهرنیو توکو تعرفې زیاتې شوې وې او خپله ټرمپ په جرمونو کې ښکېل پاتې شوی دی.

اخوا ټرمپ بیا د هرېس په مرستیالۍ کې د بایډن پر ادارې نیوکې وکړې چې انفلاسیون پکې لوړ شوی، امریکا ته ناقانونه کډوالي زیاته شوې او د منځنۍ کچې اقتصاد لرونکي امریکايي وګړي ډېر اغېزمن شوي دي.

راپورونه زیاتوي، دا لومړی ځل و چې ټرمپ او هرېس له یوه بل سره مخ وکتل او دا له ۲۰۱۶ کال ولسمشریزو ټاکنو وروسته دا لومړی ځل هم و چې دوه نوماندان په خندا یو بل ته لاسونه ورکړل.

دغه مناظره داسې مهال کیږي چې د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته یوازې څه باندې یوه میاشت وخت پاتې دی..

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه