Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د اوکراین ولسمشر امریکا ته رسېدلی دی

د اوکراین ولسمشر، ولادیمیر زیلېنسکي د ملګرو ملتونو د عمومي مجمعې او نورو اړوندو غونډو کې د ګډون په موخه امریکا ته تللی دی.

رویټرز خبري اژانس ویلي، زېلېنسکي به نن (دوشنبه) د ملګرو ملتونو په غونډه، سبا (سې شنبه) د امنیت شورا په غونډه او چهارشنبه به د ملګرو ملتونو د عمومي مجمعې په غونډه کې ګډون وکړي.

د رویټرز راپور زیاته کړې، چې په پام کې ده، زېلېنسکي په دغه سفر کې د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو له نوماند ډونالډ ټرمپ سره هم وګوري، چې اوکراین ته د مرستې استولو منتقد دی.

زېلېنسکي به په دغو غونډو کې د رښتینې سولې لپاره د ګډې بریا له پیغام سره ګډون کوي.

اخوا امریکا چمتو والی نیسي، چې له اوکراین سره د ۳۷۵ میلیون ډالرو په ارزښت پوځي مرسته وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه