رویټرز راپور ورکړی چې اسراییل تېره ورځ (جمعه) د حزب الله پر اصلي مرکزونو ګڼ بریدونه کړې دي.
راپور کې حزب الله ته د نږدې سرچینې په حواله لیکل شوي چې د حزب الله مشر حسن نصرالله ژوندی دی.
ورته مهال د ایران تسنیم خبري اژانس هم راپور ورکړی چې نوموړی خوندي دی.
د ایران یوه لوړپوړي امنیتي چارواکي بیا رویټرز ته ویلي، چې تهران د حسن نصرالله د وضعیت ارزونه کوي.
حزب الله هم د دغې ډلې پر مشر برید له حقیقته لیرې بللې خو د نوموړي د وضعیت په اړه یې څه نه دي ویلي.
د حسن نصرالله د وضعیت په تړاو وروسته تر هغې اندېښنې راپورته شوې چې یوه اسراییلي چارواکي خبریالانو ته و ویل چې پر لبنان د اسراییل د تېرې ورځې د بریدونو اصلي موخه د حزب الله لوړپوړي قومندانان وو.
د لبنان روغتیا وزارت د لومړنیو شمېرو پر بنسټ د جمعې پر ورځ د اسراییل په شلو بریدونو کې دوه تنه وژل شوي او ۷۶ نور ټپیان دي.
په دې اړه مو اندونه