سید حسن نصرالله د ۱۹۶۰ زېږدیز کال د اګست پر۳۱مه د لبنان د پلازمېنې بیروت په ختیځ کې، د برج محمود په سیمه کې نړۍ ته سترګې وغړولې.
د نصرالله کورنۍ په ۱۹۷۵زېږدیز کال چې، د لبنان کورنۍ جګړه پیل شوه، د البازوریه کلي ته کډه وکړه. حسن نصرالله د خپل ښوونځۍ دوره په همدې کلي کې چې، د لبنان په سوېل کې موقعیت لري، پای ته ورسوله.
نصرالله وروسته خپلې لومړنۍ زدهکړې په خپل ټاټوبې کې بشپړې کړې او د منځني ښوونځي دوره یې د بیروت په ختیځ کې په سنالفیل سیمه کې ترسره کړه.
نصرالله په ۱۹۷۶ زیږدیز کال کې په ۱۶کلنې کې د دیني زدهکړو لپاره د عراق نجف ښار ته ولاړ. له دوه کاله زدهکړې وروسته بېرته لبنان ته راستون شو. هغه په بیروت کې د نجاه په ديني مدرسې او وروسته په یوې دولتي مدرسې کې زدهکړې وکړې.
د لبنان د حزبالله مشر سید حسن نصرالله د مقاومت په اړه ویلي:«مقاومت حق لري تر ازادۍ پورې خپل لار تعقیب کړي او حق لري چې، د شته ټولو وسیلو په مټ د خپل ولس دفاع وکړي.»
نصرالله په ۱۹۸۹زېږدیز کال کې د دیني زدهکړو د بشپړولو لپاره قُم ته ولاړ؛ خو د لبنان د زیاتېدونکو شخړو له امله د حزبالله شورا په غوښتنه بېرته بیروت ته راستون شو.
سید حسن نصرالله ویلي دي:«دوی غواړي چې، د حزبالله روحیه متزلزله کړي او د اسلامي مقاومت لار کمزورې کړي؛ خو دا جنایتکارانه عملیات به د مقاومت هوډ نور هم پیاوړې کړي.»
سید حسن نصرالله د حزبالله له جوړېدو راهیسې په دغه غورځنګ کې فعالیت درلود او بیروت ته له تلو وروسته یې درانه مسوولیتونه پرغاړه واخیستل. سید حسن نصرالله د حزبالله د مشر په توګه له لومړیو ورځو د اسراییلو پر وړاندې یرغلیز دریځ غوره کړ.
هغه سیاست ته له مخې کولو او د لبنان په حکومتي جوړښت کې د واک له ترلاسه کولو وروسته، مهم رول درلود. د اسراییلو پر وړاندې د مقاومت له کبله د نصرالله اعتبار ډېر شو او په لبنان کې یو ځواکمن شخصیت وګرځېد.
د لبنان د حزبالله مشر سید حسن نصرالله د فلسطین د خلکو د ملاتړ په هکله ویلي:«زه په ښکاره وایم، په هره قربانۍ، هرې پایلې، هر احتمالي وضعیت سره چې، سیمه په هغه لور درومي، په لبنان کې به مقاومت د فلسطیني ولس ملاتړ پرېنږدي.»
حزبالله د نصرالله د مشرۍ په موده کې، اوږد واټن ویشتونکو توغندیو ته لاسرسی وموند چې، په مرسته یې د اسراییلو پر شمال برید وکړ.
اسراییلو د لبنان په سوېل کې د ۱۸ کلن اشغال پر مهال درانه تلفات وزغمل او په ۲۰۰۰ کال کې یې خپل ځواکونه بېرته وایستل. دغه کارپه سیمه کې د نصرالله شهرت زیات کړ او په لبنان کې یې دریځ پیاوړی کړ.
د لبنان د حزبالله مشر سید حسن نصرالله د غزې له خلکو سره د همکارۍ په هکله ویلي:«موږ ټول باید پرته له کوم محدودیت او شرطه د غزې له خلکو سره د مرستې لپاره همکاري وکړو؛ څو غزه بیا ورغول شي او د هغوی دردونه او کړاوونه کم کړو.»
سید حسن نصرالله چې په عام محضر کې ډېر لږ راښکاره کېده، په پای کې د روان زېږدیز کال د سپتمبر پر ۲۷مه په بیروت کې د اسراییلو د پوځ په هوايي برید کې وژل شو
په دې اړه مو اندونه