Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اسراييل په لبنان کې درې فلسطیني مشران وژلي دي

د لبنان پلازمېنه بیروت کې د اسراييل په تازه برید کې درې فلسطیني مشران وژل شوي دي.

رویټرز خبري اژانس د فلسطین د خپلواکۍ مقاومت د یوه غورځنګ له قوله هم راپور ورکړی چې بیروت کې د اسراييل په برید کې د فلسطین درې مشران وژل شوي دي.

راپور زیاته کړې چې دغه برید په کولا ولسوالۍ کې پر یوې لوړپوړې ودانۍ شوی دی.

 اخوا، د لبنان د روغتیا وزارت ویلي، پر دغه هېواد د اسراییلو د تېرو دوو اونیو د بریدونو په ترڅ کې زر تنه وژل شوي او ۶ زره نور ټپیان دي.

خو تر اوسه پر بیروت او نورو شاوخوا سیمو د اسراييلو بریدونه دوام لري.

بل لور ته امریکا ویلي روان کړکیچ باید د خبرو او ډيپلوماټیکو لارو چارو حل شي.

دغه فلسطیني رهبران داسې مهال وژل کیږي چې اسراييلو دوه ورځې وړاندې، د حزب الله ډلې مشر، حسن نصر الله هم و واژه او ګواښ یې وکړ چې په لرې پرته سیمه کې به هم هغه کسان په نښه کړي چې د اسراييل امنیت ته ګواښ پیښوي.

شریک یي کړئ