رویټرز خبر ورکړی چې اسراییل په لبنان کې د حزب الله پر موخو محدود او هدفي ځمکني عملیات پیل کړي دي.
د دغه راپور پر بنسټ، اسراییل د خپل پوځ له هغو ځانګړو ځواکونو کار اخیستی چې دوه میاشتې وړاندې په غزه کې د حماس پر ضد جنګېدل او دا ځواکونه د لبنان د سویل په کلیو کې له حزب الله سره په جګړه بوخت دی.
په راپور کې راغلي چې اسراییل به د هغو وګړو تر راستنېدو پورې خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي چې د حزب الله د بریدونو له امله د اسراييل په شمال کې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.
د لبنان یوې امنیتي سرچینې رویټرز ته ویلي، اسراييلي ځواکونه د شپې له خوا د تلاشۍ او کشفي عملیاتو لپاره د لبنان خاورې ته ننوتلي او لبناني ځواکونه د پولې په اوږدو کې له خپلو پوستو وتلي دي. د لبنان د پوځ ویاند بیا دغه موضوع نه تایید کړې او نه یې هم رد کړې ده.
د دوه فلسطیني امنیتي چارواکو په وینا، د سې شنبې په سهار په لبنان کې د اسراییل یوه هوایي برید کې د فتح غورځنګ د پوځي څانګې مشر منیر مقده په نښه شوی دی.
برید صیدا ښار ته څېرمه د عین الحلوه په سیمه کې د فلسطینی کډوالو له ګڼې ګوڼې په یوې ډکې ودانۍ کې شوی دی.
د اسراییل په هوايي بریدونو کې د حزب الله څو قومندانانو په ګډون شاوخوا زر تنه وژل شوي دي.