رویټرز راپور ورکړی چې هایټي کې د "ګرنګ ګریف" په نوم ډلې د دغه هېواد په یوه کوچني ښار برید کړی چې لږ تر لږه ۷۰ تنه یې وژلي او ګڼ شمېر نور یې ټپیان کړي دي.
رویټرز د سیمه ییزو مسوولینو په حواله لیکلي چې بریدګرو د خلکو کورونو او موټرو ته هم اورونه اچولی دی.
دا په هایټي کې په وروستیو کلونو کې تر ټولو مرګونې پېښه بلل کیږي.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویلي، د دغه برید له امله شاخوا ۶ زره تنه له خپلو کورونو تېښتې ته اړ شوي دي.
د ملګرو ملتونو ویاند سټېفن دوجاریک ویلي، د دغه سازمان سرمنشي انتونیو ګوتریش هایټي کې پر عامو خلکو دغه برید غندلی دی.
ګرنګ ګریف ډلې هم د دغه برید مسوولیت منلی او ویلي یې دي چې دغه برید یې د پولیسو له لوري د دغې ډلې د غړو وژنې په غبرګون کې د عامو خلکو د چوپتیا له امله کړی دی.
راپور کې راغلي چې هایټي کې دغه وضعیت لا خرابېدونکی دی او ګرنګ ګریف ډلې د پلازمېنې ډېرې برخې نیولي دي.