Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پاکستان کې د عمران خان په پلوۍ لاریونونه په تاوتریخوالي اوښتي

د پاکستان د کورنیو چاو وزیر، محسن نقوي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، په دغو لاریونونو کې اتیا پولیس ټپیان شوي دي.

دغه لاریونونه چې د خیبرپښتونخوا د وزیر اعلی، علي امین ګنډاپور له لوري رهبري کېږي، په ګڼو سیمو کې یې له پولیسو سره نښتې کړې دي.

د پاکستان د کورنیو  چارو وزیر، محسن نقوي رویټرز ته ویلي: « هغه کاروان چې د وزیر اعلی له لوري رامخکې شوی، پر پولیسو یې ډزې کړې دي. دا یې ناقانونه کار کړی دی.»

اخوا یو شمېر پاکستاني رسنیو داسې راپورونه هم خپاره کړي، چې د تحریک انصاف ګوند مخکښ غړی او د خیبرپښتونخوا وزیر اعلی، علي امین ګنډاپور هم د دغو لاریونونو له امله نیول شوی دی.

دغه لاریونونه چې پلازمېنې اسلام اباد او شاوخوا سیمو کې روان دي، د کابو کولو لپاره یې پوځ ته هم لارښوونه شوې ده.

په دغو لاریونونو کې د تاوتریخوالي له امله سلګونه لاریون کوونکي نیول شوي هم دي.

د تحریک انصاف ګوند غړي او پلویان دغه لاریونونه د خپل مشر او مخکیني لومړي وزیر، عمران خان د راخوشې کېدو په موخه کوي.

پاکستان کې دغه لاریونونه داسې مهال په تاوتریخوالي اوښتي، چې په پام کې ده په راتلونکو دوو اونیو کې د هند بهرنیو چارو وزیر، جی شنکر هم دغه هېواد ته سفر وکړي.

یو شمېر پاکستاني رسنیو داسې راپورونه هم خپاره کړي، چې د تحریک انصاف ګوند مخکښ غړی او د خیبرپښتونخوا وزیر اعلی، علي امین ګنډاپور هم د دغو لاریونونو له امله نیول شوی دی.

Thumbnail

د پاکستان د کورنیو چاو وزیر، محسن نقوي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، په دغو لاریونونو کې اتیا پولیس ټپیان شوي دي.

دغه لاریونونه چې د خیبرپښتونخوا د وزیر اعلی، علي امین ګنډاپور له لوري رهبري کېږي، په ګڼو سیمو کې یې له پولیسو سره نښتې کړې دي.

د پاکستان د کورنیو  چارو وزیر، محسن نقوي رویټرز ته ویلي: « هغه کاروان چې د وزیر اعلی له لوري رامخکې شوی، پر پولیسو یې ډزې کړې دي. دا یې ناقانونه کار کړی دی.»

اخوا یو شمېر پاکستاني رسنیو داسې راپورونه هم خپاره کړي، چې د تحریک انصاف ګوند مخکښ غړی او د خیبرپښتونخوا وزیر اعلی، علي امین ګنډاپور هم د دغو لاریونونو له امله نیول شوی دی.

دغه لاریونونه چې پلازمېنې اسلام اباد او شاوخوا سیمو کې روان دي، د کابو کولو لپاره یې پوځ ته هم لارښوونه شوې ده.

په دغو لاریونونو کې د تاوتریخوالي له امله سلګونه لاریون کوونکي نیول شوي هم دي.

د تحریک انصاف ګوند غړي او پلویان دغه لاریونونه د خپل مشر او مخکیني لومړي وزیر، عمران خان د راخوشې کېدو په موخه کوي.

پاکستان کې دغه لاریونونه داسې مهال په تاوتریخوالي اوښتي، چې په پام کې ده په راتلونکو دوو اونیو کې د هند بهرنیو چارو وزیر، جی شنکر هم دغه هېواد ته سفر وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه