د اسراییل پر حیفه ښار د حزب الله په توغندیزو بریدونو کې شاوخوا ۱۰ تنه ټپیان شوي دي.
حزب الله وایي، د اسراییل په سویل کې یې په دغو بریدونو کې د اسراییل یوه پوځي اډه په نښه کړې ده.
د اسراییل پوځ هم په یوه خبرپاڼه کې د اسراییل په درېیم تر ټولو ډېر نفوس لرونکي ښار دغه بریدونه تایید کړي او ویلي یې دي، چې له لبنان پرې ۵ توغندي توغول شوي دي.
ورته مهال اسراییل هم ویلي، چې د لبنان په بېروت کې یې د حزب الله استخباراتي مرکزونه او د وسلو زېرمې په نښه کړې دي.
رویټرز لیکلي، چې منځني ختیځ کې د اسراییل، حماس او حزب الله ترمنځ دغې جګړې د ایران او امریکا د ښکیلتیا اندېښنې را پارولي دي.