ملګرو ملتونو اعلان کړی، چې په تېرو درېیو اوونیو کې څه باندې ۴۰۰ زره ماشومان په لبنان کې بې ځایه شوي دي.
د اسوشیېټډ پرېس خبري اژانس د راپور پر بنسټ، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د صندوق یوه جګپوړي چارواکي د دوشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې لبنان د "له لاسه وتوونکي نسل" له ګواښ سره مخ دی.
ټېډ چایبان زیاته کړې چې اوس مهال ۱ اعشاریه ۲ میلیونه ماشومان له زده کړو بې برخې شوي ځکه "دولتي ښوونځي یا د لاسرسي وړ نه دي، یا ړنګ دي او پکې سرپناوې جوړې شوې دي."
د هغه په وينا، په داسې حال کې چې په لبنان کې ډېری خصوصي ښوونځي فعاليت کوي، د دولتي ښوونځيو سیسټم د جګړې له امله اغېزمن شوى او ټولنه یې له فلسطیني او سوریايي کډوالو هم ډېره اغېزمنه ده.
د یونیسف اجرايي مدیر، ټېډ چایبان په دې اړه وايي: زه چې ډېر اندېښمن یم، دې ته یم چې سلګونه زره لبناني، سوريايي او فلسطیني ماشومان زده کړو ته د نه لاسرسي له ګواښ سره مخ دي.
د لبنان د روغتیا وزارت د راپور لمخې، څه باندې ۲۳۰۰ کسان د اسراييل د بریدونو له امله وژل شوي او کابو ۷۵ سلنې یې په تېره یوه میاشت کې وو.
د چایبان په وینا، په تېرو درېیو اونیو کې څه باندې ۱۰۰ ماشومان وژل شوي او څه د پاسه ۸۰۰ نور ټپیان دي.
هغه وايي، بې ځایه شوي ماشومان له ګڼې ګوڼې په ډکو پنډغالو کې اوسي، هغه داسې ځای دی چې درې یا څلور کورنۍ په یوه درسي ټولګي کې دېره دي او په یوه پلاسټيکي پرده سره جلا دي، په دغه پنډغالي کې زر کسان له ۱۲ تشنابونو په ګډه کار اخلي.
بل خوا ډېری کورنیو خپل څادرونه پر واټونو هوار کړي دي.