یحیی ابراهیم سینوار د ۱۹۶۲ کال د اکتوبر إه ۲۹مه د غزې د جنوب د خان یونس سیمې د کډوالو په کمپ کې زېږېدلی وو.
د هغه کورنۍ په ۱۹۴۸ کال کې د عربو او اسرائیل ترمنځ د جګړې له کبله کډوالۍ ته اړ شوې وه.
هغه په خپله سیمه کې له ښوونځي فارغ او وروسته د غزې اسلامي پوهنتون له عربې ژبې فارغ شو.
د حماس سیاسي مشر، یحیی سنوار: نن ورځ زموږ خلک د خپلې ازادۍ، تاریخې مبارزې او بېرته راستنېدو لپاره په یو نوي پړاو کې دي.
نن ورځ زمونږ خلک په ۱۹۴۸ کال کې د اشغال شویو سیمو، غزې، کرانه باختري او ټولو اشغال شویو سیمو د بېره نیولو لپاره په یو نوي پړاو نوې لاره کې دي.»
هغه د ۱۹۸۰ کال په اخرو کې د « مجد» په نوم د حماس لپاره امنیتي خدمت تاسیس کړ او د محصلۍ په دوره کې د حماس یو اغېزناک غړی شو.
هغه د اسرائیلو پر وړاندې عملیاتو کې مهم رول لوبوو.
سنوار د خپلو مهارتونو له کبله وتوانېد چې په امنیتي او نظامي برخو کې د حماس پام ځانته راواړوي او ځان د یو مهم غړي په توګه څرګند کړي.
هغه ویلي و: « د خدای په مرسته به مونږ تاسې ته په سخت سیلاب کې را رسېدلي یوو، مونږ به له بې شمېره راکټونو سره ستاسې په خوا کې یوو، مونږ به له بې شمېره او میلیونونه طوفاني سرتېرو د خپل ملت په خوا کې ولاړ یوو.»
نوموړي له ۲۰۱۷ کال راهیسې په غزه کې د حماس د مشر په توګه کار کوو.
سنوار ویلي و: « که ټوله نړۍ حرکت ونه کړي، نو تاسې اقدام وکړئ، اسرائیل ودروئ؛ ګنې نو دا به په سیمه کې د یو لویې مذهبي جګړې سبب شي، چې بیا به منځني ختیځ او ټولې نړۍ ته ګواښ شي.»
یحیی سنوار د روان کال د اګست په شپږمه، په ایران کې د اسماعیل هنیه تر وژل کېدو وروسته د حماس ډلې د سیاسي مشر په توګه وټاکل شو.
په دې اړه مو اندونه