Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

غزه کې د یحیی سنوار وژل کېدو ته نړۍوال غبرګونونه

حماس غورځنګ د دغه غورځنګ د رهبر یحیی سېنوار د وژنې خبر تأیید کړ.

په غزه کې د حماس غورځنګ د سیاسي رهبر یحیی سېنوار وژل کېدل بیا ګڼ غبرګونونه هم راپارولي دي.

د پنجشنبې په ماښام یو شمېر ایراني رسنیو د اسرايیل په برید کې د حماس غورځنګ د سیاسي مشر یحیی سنوار د وژلو راپورونه ورکړي وو.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، نوموړی د غزې په سویل کې د اسراییل په برید کې وژل شوی دی.

تازه د حماس غورځنګ مشر خلیل الحیه د سنوار وژل کېدل تایید کړي دي.

د حماس غورځنګ مشر، خلیل الحیه وايي: « یحیی سنوار، هغه کس چې شهید شو، هغه څوک، چې تسلیم نه شو، هغه څوک چې وسله یې په لاس او د اسرايیلي ښکیلاک ګرو پر وړاندې وجنګېد.»

د نړۍوالو چارو شنونکی، احمد خان اندړ په دې اړه وايي: د حماس غورځنګ د نوي رهبر، یحیی سنوار وژل کېدل یوه ستره ضایع ده. خو ښکاري چې د اسراييل استخبارات موساد په حماس کې ډېر نفوذ لري او پرمختګ یې کړی دی.

د سنوار وژنې بېلابېل غبرګونونه هم پارولي دي.

په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي  ویلي، سنوار د ځوانانو او ماشومانو لپاره یو الګو و، د فلسطین تر ازادۍ پورې به د هغه پر پله پلونه کېښودل کېږي.

پنټاګون بیا د سنوار په وژنه کې له اسراييلي پوځیانو سره د امریکايي پوځیانو ملاتړ او په دې کې د امریکا لاس رد کړی دی.

د پنټاګون ویاند، پېټ رایډر ویلي: « پوهېږئ، دا یو لنډ ځواب نه دی؛ دا د اسرائیلو عملیات وو او زمونږ ځواکونه په کې مستقیما دخیل نه وو.»

په همدې حال اروپايي ټولنې، المان، فرانسې، اسټرلیا او یو شمېر نورو هېوادونو د یحیی سنوار وژل کېدو ته په غبرګون کې په غزه کې د اوربند او د غزې جنګ ځپلو  ته د بشري مرستو رسولو غوښتنه کړې.

د فرانسې ولسمشر، ایمنیول ماکرون په دې اړه وايي: په غزه کې بېړنی اوربند اړین دی، د غزې له جګړه ځپلو سره د بشري مرستو ډېرولو لپاره اوربند جدي اړتیا ده، ځکه دا مرستې اوس مهال تر ټولو ټیټه کچه کې دي.»

د المان لومړی وزیر، اولاف شولتز هم وايي: که مونږ د هغو غیر نظامیانو د وژنو زیات شمېر ته وګورو، نو ټول به وپوهېږي، چې مونږ ولې له امریکا سره یوځای د اوربند او یرغمل شویو کسانو د ازادېدو غوښتنه کوو، د دې لپاره چې د روان وضعیت د حل لپاره تر دې بله غوره لاره نشته.

د اسټرلیا د بهرنیو چار وزیر، پني وانګ څرګنده کړه: موږ دوباره غواړو چې له غزې سره بشر دوستانه مرستې پیل شي، مونږ د هغې ورځې په تمه یوو چې غزه له حماس پاکه او فلسطین او اسرائیل وشي کولای په یوې دولتي حل لارې سره په سوله کې ژوند وکړي.»

د یحیی سنوار د وژنې له راپورونو سره په یو وخت، لسګونه لاریون کوونکي د عمان پلازمېنې اردن کې د اسراییل سفارت مخ ته راټول شوي او د حماس پر ملاتړ شعارونه ورکوي.

اردنی لاریون کوونکی، عبدالرحیم سرور په دې اړه داسې وايي: حماس له سنوار یا له سنوار پرته پیاوړی پاتې کېږي، دوی به د اسرایئلو لپاره خورا سخت وي، حماس نه مري، ان که دا خبر هم تائید شي، حماس به د اسرائیلو د دغه ظلم پر وړاندې ثابت قدمه پاتې شي.»

یحیی سنوار د ۲۰۱۷ زیږیز کال راهیسې په غزه کې د حماس د مشر په توګه فعالیت کوو، خو د روان کال اګست میاشت کې د اسماعیل هنیه تر وژل کېدو وروسته د هغه ځای ناستی وټاکل شو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه