د امریکا ولسمشر جو بایډن برلین ته په سفر کې له لویدیځ غوښتي چې د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکړي.
بایډن دغه څرګندونې د جرمني له لومړي وزیر اولاف شوټلز سره د تړلو دروازو تر شا له خبرو وړاندې د خبریالانو پوښتنو ته په ځواب کې کړې دي.
د امریکا ولسمشر ویلي: « داسې حال کې چې اوکراین له یوه سخت ژمي سره مخ دی، موږ باید پر خپلو ژمنو ولاړ اوسو. زه پوهیږم چې دا به ګران وي خو تېروتنه ونه کړئ.»
بایډن ویلي، د جرمني له لومړي وزیر سره به اوکراین ته د پوځي مرستو پر زیاتوالي، د دغه هېواد د انرژۍ سیسټم پیاوړتیا، د لویدیځ له لوري د روسیې له کنګل شوې شتمنۍ د ګټنې او منځني ختیځ کې د جګړې په اړه خبرې وکړي.
هغه له برلین تر ستنېدو وړاندې خبریالانو ته دغه راز ویلي، اوکراین ته د لرې واټن ویشتونکو وسلو پر لېږد کومه اجماع نه ده شوې.
جرمني ته د ولسمشر بایډن سفر د امریکا تر ولسمشریزو ټاکنو څه د پاسه دوه اونۍ وړاندې ترسره کیږي، هغه ټاکنې چې د بایډن مرستیاله، کاملا هریس به پکې له خپل سر سخت سیال او د جمهوري پال ګوند له نوماند ډونالډ ټرمپ سره سیالي وکړي.
په دې اړه مو اندونه