د اسراییل پر شمال د حزب الله تر بریدونو وروسته اسراییلي ځواکونو د لبنان په سویل کې د حزب الله د وسلو زېرمې په نښه کړې دي.
اسراییل وایي، تېره ورځ (شنبه) د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو پر کور ډرون برید شوی، خو نوموړی په کور کې نه و.
بنیامین نتنیاهو دغه ډرون برید د حزب الله له لوري د نوموړي د وژنې هڅه وبلله او د بدو پایلو خبرداری یې ورکر.
ورته مهال، فلسطین کې روغتیایي چارواکي وایي، د اسراییلي ځواکونو په تازه بریدونو کې لږ تر لږه سل تنه وژل شوي او زیاتوي، چې دغو ځواکونو فلسطین کې پر درېیو روغتونونو کنټرول او بندیزونه زیات کړي دي.
رویټرز د خپلو ډيپلوماټیکو سرچینو په حواله لیکلي، چې د امریکا ولسمشریزو ټاکنو په را نږدې کېدو سره به اسراییل منځني ختیځ کې خپل عملیات زیات کړي.
اسراییلي ځواکونو بیا د بېروت په سویل کې د څلورو کلیو اوسېدونکو ته د تخلیې امر کړی و، خو د عیني شاهدانو په خبره، د دغو سیمو سربېره پر ځینو نورو سیمو هم پراخ بریدونه شوي دي.
په دې اړه مو اندونه