اسراییل وایي، د ایران پوځي مرکزونه یې په نښه کړي دي.
رویټرز د ایراني رسنیو په حواله راپور ورکړی چې، نن (شنبه) د تهران په سویلي او لویدیځو برخو کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
ځینو امریکایي رسنیو بیا د اسراییل په حواله لیکلي چې دغو بریدونو کې د ایران د انرژۍ او اټومي زېرمې نه دي په نښه شوي.
اسراییلي پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي: « د څو میاشو راهیسې د اسراییل پر وړاندې د ایراني رژیم د بریدونو په ځواب کې اوس د اسراییل دفاعي ځواکونه د ایران پر پوځي مرکزونو بریدونه کوي.»
اسراییل د روانې زېږیزې میاشتې په لومړۍ نېټه پر دغه خاوره د ایران تر توغندیزو بریدونو وروسته بیا بیا له ایرانه د غچ اخیستو خبرداری ورکړی و.
ایران د اکټوبر پر لومړۍ نېټه د اسراییل پر خاوره شاوخوا ۲۰۰ توغندیز بریدونه وکړل.
د ایران سپاه پاسدارانو ویلي و چې دغه بریدونه یې تهران کې د حماس د سیاسي دفتر د رییس، اسماعیل هنیه، لبنان کې د حزب الله د مشر سید حسن نصرالله او د سپاه پاسدرانو د یو لوړپوړي قومندان عباس نیل فروشان د وژل کېدو په غبرګون کې کړې دي.
د ایران سپاه پاسداران اعلان کړی چې، دوی پر اسراییل دغه برید د حماس د سیاسي دفتر د پخواني مشر اسماعیل هنیه، د لبنان د حزبالله د مشر حسن نصرالله او سپاه پاسداران د یو لوړپوړي قومندان عباس نیل فروشان د وژل کېدو په ځواب کې کړي دي.
په دې اړه مو اندونه