ایران کې پر ځينو موخو د اسراییل هوايي بریدونه، د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، قطر، پاکستان، ترکیې، کویټ، سوریې، عمان، مالیزیا، برېټانیا، او څو نورو هېوادونو لخوا غندل شوي دي.
دغو هېوادونو د اسراییل دغه اقدام د ایران پر واکمنۍ څرګند یرغل او د ملګرو ملتونو سازمان د منشور نقض ګڼلی دی.
ورته مهال، د سپینې ماڼۍ د امنیت شورا ویاند ویلي چې، امریکا په دغه برید کې برخه نهوه اخیستې.
د برېټانیا لومړي وزیر پر ایران د اسراییل د برید په غبرګون کې، په سیمه کې د جګړې د زور اخیستو د مخنیوي غوښتنه کړې او له ایرانه یې غوښتي چې، د اسراییل د بریدونو له ځوابه ډډه وکړي.
د برېټانیې لومړي وزر کيیر اسټارمز ویلي:«زه په څرګنده وایم چې، موږ باید په سیمه کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو مخنیوی وکړو او له ټولو لورو څخه د زغم غوښتنه وکړو. ایران باید ځواب ورنهکړي.»
ورته مهال، د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت هم پر ایران د اسراییل برید غندلی او هغه یې په سیمه کې د تاوتریخوالي د زیاتوالي لپاره یوه هڅه ګڼلې ده.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي:«ټول اغېزناک لوري مسوولیت لري چې، په سیمه کې د تاوتریخوالي او جنایت د زیاتوالي په لور د صهیونستي رژیم د پرمختګ مخه ونیسي. له بده مرغه د څه باندې یوه کال په لړ کې، صهیونسي رژیم نه یوازې په غزه کې خپل جنایت پای ته ونهرسوه؛ بلکې نورو سیمو ته یې هم وغځوه.»
بل لور ته د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي او په تېر حکومت کې د ملي روغې جوړې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله هم د ایران پر نظامي مرکزونو د اسراییل برید غندلی او دغه برید یې د ایران د ملي واکمنۍ او حریم نقض بللی دی.
د هېواد پخواني ولسمشر ویلي:«د ایران پر اسلامي حمهوریت د اسراییل برید چې، د دغه نږدې ګاونډي او ورور هېواد د ملي واکمنۍ او حریم نقض دی، په کلکه غندو، دا ډول بریدونه په سیمه کې د تاوتریخوالي د زیاتوالي او د نړۍوالې سولې او امنیت پر ضد ګواښ ګرځي.»
عبدالله عبدالله هم د دغه برید په هکله لیکلي:«په داسې حال کې چې، د ایران پر اسلامي جمهوریت د اسراییل پارونکي بریدونه په کلکه غندو؛ ټينګار کوو چې، د اسراییل نهارزول شوي بریدونه به په سیمه کې، نهیوازې د جګړې د پراختیا او دوام او همدارنګه د نوې نظامي جوړښت د رامنځته کېدو لامل شي او بلکې، زموږ په سیمه کې به پر ولسي وګړو او بېګناه خلکو به هم ناوړه اغېزې او پایلې ولري.»
کهڅه هم ایران تراوسه د دغه برید د ځواب په تړاو رسماً څه نهدي ویلي؛ خو له دې مخکې ایراني چارواکو په ځلونو ټينګار کړی چې، پر ایران د اسراییل د برید په صورت کې، هغوی به د دوی پر وړاندې، نور توغندیز عملیات ترسره کړي.
په دې اړه مو اندونه