رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د مصر ولسمشر، عبدالفتاح السیسي تېره ورځ د دغه هېواد په پلازمېنه قاهره کې د الجزایر له ولسمشر عبدالمجید سره په یوه ګډه خبري غونډه کې دغه وړاندیز کړی دی.
ښاغلي سیسي دغه وړاندیز د بندیانو د تبادلې لپاره د یوه فرصت په توګه ګڼلی دی.
هغه زیاته کړې چې دغه دوه ورځنی اوربند به د دې لامل شي چې په غزه کې دوامداره اوربند ته لار هواره شي.
السیسي همدا راز ویلي، "د لنډمهالي اوربند د عملي کېدو په لسو ورځو کې باید دایمي اوربند ته د رسیدو لپاره خبرې اترې بیا پیل شي."
په دې اړه د اسراییل یا حماس له خوا سمدستي څه نه دي ویل شوي.
خو تر دې وړاندې هم د امریکا او یو شمېر نورو هېوادونو له لوري په غزه کې د اوربند وړاندیزونه شوي وو او په دې اړه بیلابیل شرایط وړاندې شوي وو چې ځينې یې اسراييل او ځينې نور یې په غزه کې اسراييل ته د منلو وړ نه وو.
د وروستیو راپورونو لمخې تازه د اسراييل په بریدونو کې څه باندې ۴۰ تنه فلسطینیان وژل شوي دي.
په دې اړه مو اندونه