د حزب الله نوي مشر شیخ نعیم قاسم د روانې اکټوبر میاشتې په ۲۹مه تر ګومارنې وروسته ویلي، حزب الله به د اسراییل پر وړاندې جګړې ته دوام ورکړي.
رویټرز د شیخ نعیم قاسم له خولې لیکلي: « موږ به په سیاسي چوکاټونو کې خپل تعیین شوې جګړې ته دوام ورکوو او د جګړې په لوري مخکې ځو.»
د حزب الله دغه نوي مشر ویلي، هڅه کوي، چې د دغه غورځنګ د مخکني مشر حسن نصرالله پروګرام وڅاري.
حسن نصرالله تېره زېږیزه میاشت لبنان کې د اسراییلي ځواکونو په هوایي بریدونو کې و وژل شو.
نعیم قاسم په دې اړه ویلي: « زموږ پروژه د لبنان خونديتوب دی. زموږ پروژه د لبنان ازادي ده. زموږ پروژه فلسطین کې زموږ د وروڼو ملاتړ دی.»
شیخ نعیم قاسم له تېرو ۳۰ کلونو راهیسې د حزب الله له لوړپوړو څېرو و او په ۱۹۹۱ زېږیز کال کې د حزب الله د وخت د مشر عباس موسوي له لوري د دغه غورځنګ مرستیال وټاکل شو.
عباس موسوي بیا تر دغې پېښې یو کال وروسته د اسراییل په هوایي برید کې و وژل شو.
نعیم قاسم د حسن نصرالله د رهبري پر مهال هم په خپل ځای و او د حزب الله له غوره ویاندویانو و، چې له ګڼو بهرنیو رسنیو سره یې مرکې کړې دي.
اسراییل له تېرې یوې میاشتې راهیسې د لبنان په ګوټ ګوټ کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی.
د لبنان د روغتیا وزارت د شمېرو لمخې، دغه هېواد کې د تېر کال اکټوبر میاشتې راهیسې تر دې دمه د اسراییل په بریدونو کې ۲۸۲۲ تنه وژل شوي او ۱۲۹۳۷ تنه نور ټپیان شوي دي.
په دې اړه مو اندونه