رویټرز راپور ورکړی چې د اسپانیا په ختیځ کې د سېلابونو را وتلو له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۵۸ ته پورته شو او د اوبو او ویجاړیو لاندې د جسدونو د موندلو هڅې لا هم روانې دي.
د اسپانیا د سیمه ییزو همکاریو وزیر وایي، دا به تېرو پنځو لسیزو کې اروپا کې د توپانونو له امله تر ټولو ستر ویجاړوونکي سېلابونه وي.
د اسپانیا د ولنسیا ښار په ځینو برخو کې د تېرې سه شنبې پر ورځ اته ساعتونو کې د یو کال په اندازه باران و ورېده چې دغه ښار کې د پراخه سېلابونو را وتلو لامل شو.
اسپانیا کې بیا اپوزیسیون پر حکومت نیوکه کړې چې پر وخت د دغه راز پېښو په اړه خلکو ته د خبرداري او د ژغورنې ډلو د لېږلو په برخه کې پاتې راغلی دی.
خو د اسپانیا کورنیو چارو وزارت بیا ویلي، سیمه ییزې ادارې د خلکو د خوندیتوب مسوولیت لري.
په ورته مهال د اقلیم د برخې کارپوهان وایي، اقلیمي بدلون به دغسې ډېرې پېښې رامنځته کړي.
تر دې وړاندې جرمني کې هم په ۲۰۲۱ زېږیز کال کې د سېلابونو له امله ۱۸۵ تنه مړه شوي و.
په دې اړه مو اندونه