د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي پر خپلو متحدینو غږ کړی چې د "تماشې" پر ځای روسیې سره د شمالي کوریا د ځواکونو د یوځای کېدو پر وړاندې اقدام وکړي.
زلنسکي یوه ویډیویي پېغام کې ویلي، د شمالي کوریا ځواکونو په پوځي ډګر کې پرمختګ کړی او زیاته کړې یې ده چې اوس به د عصري جګړې تجربه هم ترلاسه کړي.
زلنسکي ویلي: « د شمالي کوریا لومړي زر تنه سرتېري د اوکراین پولې ته نږدې شوې دي او اوکرایانیان به اړ وي چې د دوی پر وړاندې له ځانه دفاع وکړي او نړۍ به یوازې کتلو ته دوام ورکړي.»
هغه وایي، اوکراین د شمالي کوریا د سرتېرو ځایونه مشخص کړي خو په خبره یې، د کېف لویدیځو متحدینو ورته د دغو سرتېرو په نښه کولو لپاره د لرې واټن ویشتونکې وسلې نه دي ورکړي.
زلنسکي زیاته کړه: « د دې هر څه سربېره امریکا، جرمني او بریټانیا یوازې ننداره کوي.»
بلخوا د امریکا دفاع وزیر هم روسیه کې د شمالي کوریا د لس زره سرتېرو د شتون خبره کړې او زیاته کړې یې ده چې، شاوخوا ۸۰۰۰ یې د اوکراین د پولې ته څېرمه دي.
تر دې مخکې، د شمالي کوریا بهرنیو چارو وزیرې مسکو ته په خپل وروستي سفر کې خپل روسي سیال سرګي لاوروف ته اوکراین سره په جګړه کې د ملاتړ ډاډ ورکړی دی.
په دې اړه مو اندونه