Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اسټرالیا او هند وایي د امریکا د ټاکنو پایله به پر کواډ ډلې اغېز ونه کړي

د اسټرالیا او هند د بهرنیو چارو وزیرانو د سې شنبې په ورځ و ویل، ډاډه دي چې د امریکا، هند، اسټرالیا او جاپان څلور اړخیزه ډله (کواډ) به د امریکا د ولسمشرۍ د ټاکنو پایلو ته په پام سره په هند-پاسیفیک سیمه کې خپلو همکاريو ته دوام ورکړي.

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې پيني وونګ په کانبیرا کې خبریالانو ته ویلي، هغې د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په اداره کې د بهرنیو چارو پخواني وزیر مایک پمپیو سره د امریکا له ټاکنو وړاندې کتلي و او "ډېر ښه بحث" یې کړی و.

هغې وویل: «زموږ لپاره یو له لومړیتوبونو د AUKUS په اړه خبرې وې، او موږ ډېر خوښ یو چې د دې په اړه مو دوه ګوندي ملاتړ ولید.» 

د اسټرالیا تر ټولو لګښتي دفاعي پروژه، د AUKUS تړون دی چې په ۲۰۲۳ کال کې د بایډن اداره کې شوی و.

هغې زیاته کړه: «د امریکا د ټاکنو په اړه، باید و وایم، موږ به له هر هغه چا سره کار وکړو چې د امریکا خلک یې غوره کړي.»

د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته د جمهوري غوښتونکو او ډیموکراټانو نوماندانو، ډونالډ ټرمپ او کاملا هرېس د خپل ټاکنیز کمپاین پایته و رسوه.

د امریکا دغه ټاکنیز بهیر چې څو میاشتې وړاندې پیل شوی و، له بیلابیلو پېښو ډک و چې پر ټرمپ دوه ځل د ترور ناکام بریدونه وشول.

ولسمشر جو بایډن چې لومړی نوماند و له خپلې نوماندۍ لاس په سر شو او پر ځای یې د ګوند بلې غړې او مرستیاله، کاملا هرېس نومانده شوه.

ټرمپ د دغه ټاکنیز کمپاین پر مهال لومړی له جو بایډن او بیا له کاملا هرېس سره مناظره وکړه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه