ډونالډ ټرمپ د ۲۷۷ الکټرل کالج رایو په ترلاسه کولو سره د دویم ځل لپاره د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر وټاکل شو.
ورته مهال د ډموکراتانو نوماندې کاملا هرېس توانېدلې چې، ۲۲۴ الکټرل کالج رایې ترلاسه کړي.
د استازو جرګې د غړو او سناټورانو ټاکل د دغه هېواد د ټاکنو بله برخه وه او جمهوري غوښتونکي له څلورو کلونو وروسته وتوانېدل چې، د سنا مجلس ډېری څوکۍ خپلې کړي.
ښاغلي ټرمپ د پایلو له رسمي اعلان مخکې ځان یې د امریکا ولسمشر اعلان کړ.
هغه په فلوریډا کې وویل:«زه غواړم د امریکا د ۴۷م ولسمشر په توګه د ټاکل کېدو د ستر ویاړ له امله د امریکا له خلکو مننه وکړم. زه به ستاسو، ستاسو د کورنۍ او ستاسو د راتلونکي لپاره وجنګېږم او هېڅکله به ارام ونکړم.»
په امریکا کې ټاکنې په ځايي وخت د سېشنبې په سهار پیل شوې او په ځايي وخت د شپې تر ناوخته روانې وې.
ټرمپ په پنسلوانیا کې ۵۰ اعشاریه یو سلنه، شمالي کارولینا کې ۵۱ سلنه، جورجیا کې ۵۰ سلنه، میشیګان کې ۵۰ اعشاریه یو سلنه، ویسکانسین کې ۴۹ سلنه، اریرونا کې ۵۱ سلنه او نوادا کې ۵۱ سلنه رایې ترلاسه کړې دي.
په ورته مهال د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د دونالډ ټرمپ یوازینۍ سيالې کاملا هرېس توانېدلې چې، د الکټرل کالج یوازې ۲۲۴ رایې ترلاسه کړي.
کاملا هرېس په واشنګټن کې ۵۸ اعشاریه ۶ سنله، په کالیفورنیا کې ۵۷ اعشاریه ۶ سلنه، نیو مکسیکو کې ۵۱ اعشاریه ۶ سلنه، ویرجینیا کې ۵۱ اعشاریه ۸ سلنه، ماریلنډ کې ۶۰ اعشاریه ۲ سلنه، نیویارک کې ۵۵ اعشاریه ۴ سلنه او اورګن ایالت کې ۵۴ سنله رایې په ترلاسه کولو سره بریالۍ شوخ؛ خو ونه توانېده د الکټرال کالج ۲۷۰ رایې چې د یو نوماند د بریا لپاره بسنه کوي ترلاسه کړي.
ورته مهال د جمهوري غوښتونکو ګوند د امریکا په مشرانو جرګه کې د اکثریت څوکیو په ګټلو سره له څلورو کلونو وروسته د دې جرګې ملاتړ هم ترلاسه کړ. د اعلان شویو پایلو له مخې جمهوري غوښتونکو د مشرانو جرګې په سلو کې ۵۱ څوکۍ او ډیموکراتانو په سلو کې ۴۲ څوکۍ ګټلې دي.
اروپايي ټولنې، ناټو، برېټانیا، جرمني، فرانسې، هالنډ، اوکراین، هند او د نړۍ ځينو نورو هېوادونو ټرمپ ته د ۲۰۲۴ کال د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د بریا مبارکي ورکړې ده.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیره انالنا بایربوک ویلي:«ډونالډ ټرمپ ټاکنې وګټلې. له همدې امله ورته مبارکي وایم. جرمني، اروپا او متحده ایالات نږدې ملګري او متحدین دي. په هرصورت، زموږ ملګرتیا هېڅکله په یوه ګوند پورې تړلې نهده. ورته مهال، دا د ډیموکراسۍ طبیعت دی چې، له ټاکنو وروسته دواړه کورني سیاسي شرایط او د بهرني سیاست اړیکې تنظیم شي.»
بل لور ته، د ایران د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاندې ویلي چې، په امریکا کې د ولسمشر ټاکنه او د ټاکنو پایلې به پر ایران هېڅ اغېز ونه کړي.
د ایران د ولسمشرۍ ماڼۍ ویانده فاطمه مهاجراني څرګندوي:«د امریکا د ولسمشر ټاکنه په موږ پورې هېڅ تړاو نهلري. د امريکا او د ایران د اسلامي جمهوريت اصلي سياستونه ثابت دي او د افرادو له ځاى پر ځاى کېدو سره بدلون نهکوي، موږ لا دمخه اړین چمتووالی نیولی دی.»
ټاکل شوې چې، ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ په ۲۰مه نېټه د امریکا د ۴۷م ولسمشر په توګه سپینې ماڼۍ ته لاړ شي.
په دې اړه مو اندونه