Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ملګرو ملتونو تازه راپور: غزه کې نږدې ۷۰ سلنې وژل شوي ماشومان او ښځې دي

ملګري ملتونه غزې په اړه وروستي راپور کې د فلسطیني او اسراییلي اوسېدونکو د ژوند د ګواښوونکي وضعیت خبرداری ورکوي. 

دغه راپور کې ملګري ملتونه وایي، غزه کې د اسراییلي ځواکونو له لوري په بریدونو کې د وژل شویو شاوخوا ۷۰ سلنې ماشومان او ښځې دي چې له نړۍوالو بشري قوانینو ښکاره سرغړونه یاده شوې ده.

غزې ته د بشري مرستو پر لېږد بندیز هم دغه تړانګه کې د وژل شویو د لوړې کچې یو ستر لامل یاد شوی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنر ولکر ترک پر اسراییلو غږ کړی چې ژر تر ژره نړۍوال قوانین او د جګړې اصول په پام کې ونیسي. 

ولکر ترک د معتبرو محکمو له لوري غزه  کې د نړۍوالو قوانینو د سرغړونې او تاوتریخوالي د تورونو د څېړني غوښتنه کړې ده. 

دغه راپور کې د ۲۰۲۳ زېږیز کال له نومبر د ۲۰۲۴ کال تر اپرېل میاشتې غزه کې تاوتریخوالي ته په اشارې ویلي، که دغه تاوتریخوالی یو قصدي عمل وي نو جنګي جرم به وبلل شي. 

راپور کې راغلي: « د عدالت نړۍوالې محکمې د بېلابېلو فرمانونو په صادرولو سره له اسراییلو غوښتي چې نسل وژنې او له ورته منع شویو چارو ډډه وکړي.»

ولکر ترک دغه راپور کې له هېوادونو غوښتي چې د دغه راز ظلمونو د مخنیوي لپاره لاس په کار شي او د عدالت نړۍوالې محکمې په ګډون د محاکمې له میکانیزمونو ملاتړ وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه