Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سعودي عربستان په لومړي ځل د فلسطین په ملاتړ غږ پورته کړ

شهزاده محمد بن سلمان له اسراییل وغوښتل چې پر غزې روان تېری ودروي.

د سعودي عربستان ولیعهد، محمد بن سلمان په غزه کې د روانې "نسل وژنې" غندنه کړې ده.

د عربي او نړۍوالو رسنیو له قوله د عربي هېوادونو په سرمشریزه کې د خبرو پر مهال د سعودي شهزاده محمد بن سلمان په لبنان او فلسطین کې د روانې جګړې او نسل وژنې د درېدو غوښتنه وکړه.

د عربي هېوادونو دغه سرمشریزه د سعودي پلازمېنه ریاض کې وشوه.

شهزاده سلمان له اسراييل غوښتنه کړې چې روان تېري ته د پای ټکی کېږدي او د نړۍ له هېوادونو یې غوښتي چې فلسطین د یوه حکومت په توګه په رسمیت وپیژني.

الجزیرې بیا په دغه غونډه کې د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان غړو او مشرتابه هم ګډون کړی و چې په لبنان او غزه کې یې د روانې جګړې غندنه کړې او ژر تر ژره یې د دغې نسل وژنې د درېدو غوښتنه کړې ده.

راپور زیاته کړې چې د عربي هېوادونو د سرمشریزې سرمنشي، احمد ابو الغيط په دغه غونډه کې و ویل: "د فلسطیني ولس کړاو په الفاظو کې بیانېدلی نه شي. د فلسطیني ولس پر وړاندې د اسراییلو اقدامات د تلپاتې سولې د ترلاسه کولو هڅې کمزورې کوي. یوازې د عدالت په مټ به وکولای شو چې تلپاتې سوله رامنځته کړو."

دغه څرګندونې داسې مهال کیږي چې پر غزې د اسراييل د هوايي بریدونو دوام لري چې پکې د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکي وګړي وژل کیږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه