Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

شي جین پینګ: چین د امریکا له نوي حکومت سره کار کولو ته چمتو دی

د چین ولسمشر شي جین پینګ د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره کتنه کې ویلي، چین د ډانلډ ټرمپ په مشرۍ د امریکا له نوي حکومت سره د اړیکو او همکاریو پراختیا او ناندریو مدیریت لپاره کار کولو ته چمتو دی. 

ولسمشر شي وایي، د امریکا او چین ترمنځ اړیکو کې "لوړې او ژورې" مني خو په خبره یې: « چین له امریکا سره د دومداره او با ثباته اړیکو د ساتلو موخه لري.»

بایډن له ښاغلي شي سره تېره ورځ (شنبه) پیرو کې د اسیا او اقیانوسیې اقتصادي همکاریو د غونډې په څنډه کې د هغه په استوګنځي کې کتلي دي. 

دغه کتنه کې دواړه لوري پر سایبري جرمونو، سوداګرۍ، ټایوان او روسیې اړوند مسایلو غږېدلي دي.

بایډن د چین ولسمشر ته ویلي، که څه هم په ډېرو مسایلو کې هوکړې ته نه رسیږي خو زیاته کړې یې ده چې، خبرې یې سپینې وي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سالیوان په خبره، بایډن شي سره په خبرو کې دغه راز د نوموړي تر ولسمشرۍ وروسته د امریکا او چین مشرانو ترمنځ پر مستقیمو خبرو ټینګار کړی دی.

د رویټرز د راپور لمخې، د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو ګټونکي، ډانلډ ټرمپ ویلي، تر لوړې وروسته به د خپلو لومړنیو اقتصادي پالیسیو په توګه له چین پر واردېدونکو توکو ۶۰ سلنې تعرفه ولګوي خو چین ورسره مخالفت ښودلی دی.

شریک یي کړئ