رویټرز خبري اژانس د خپلو سرچینو له قوله راپور ورکړی چې، د امریکا ولسمشر جو بایډن اوکراین ته اجازه ورکړې چې امریکايي وسلې د روسیې دننه وکاروي.
دغه وسلې به په روسیه کې د اوږد واټن ویشتونکو موخو لپاره و کارول شي.
راپور زیاته کړې چې دا پرېکړه د اوکراین او روسیې د جګړې په اړه د واشنګټن په پالیسۍ کې د پام وړ بدلون ښکارندوي کوي.
رویټرز ویلي، د بایډن د ادارې له لوري په پالیسۍ کې دغه لوی بدلون داسې مهال رامنځته کیږي چې روسیې په دې وروستیو کې له شمالي کوریا سره لاس یو کړی دی.
د دغه راپور لمخې، بایډن دغه پرېکړه په داسې حال کې کوي چې دوه میاشتې وروسته (د جنوري ۲۰مه) ډانلډ ټرمپ واک په لاس کې اخلي او د اوکراین او روسیې د جګړې په اړه د هغه لیدلوری په ټاکنیزو کمپاینونو کې جلا و.
د رویټرز خبري اژانس د خبر پر بنسټ، اوکراین له اوږدې مودې راهیسې پلان لري چې له خپلې پولې پر روسیې د اوږد واټن ویشتونکي توغندي برید وکړي خو په دې تړاو یې له لا زیاتو جزییاتو ورکولو ډډه کړې ده.