Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د اوکراین او روسیې د روانې جګړې ۱۰۰۰ ورځې پوره شوې

نن (سې شنبه) د مسکو او کییف ترمنځ د روانې جګړې زر ورځې پوره شوې.

رویټرز راپور ورکړی چې اوکراین کې لسګونه کسان د دغې جګړې د ۱۰۰۰مې ورځې د نمانځې په مناسبت واټونو ته راوتلي وو.

راوتلي کسان وايي، ټوله تمه یې د روانې جګړې ختمېدو ته څو دغه وضعیت بل کال ته و نه غځیږي.

راپور زیاته کړې چې دا په داسې حال کې ده چې د بایډن ادارې تازه اوکراین ته اجازه ورکړې چې په روسیه کې امریکايي وسلې کارولای شي خو دغه دریځ به ښايي د نوي منتخب ولسمشر، ډانلډ ټرمپ له راتګ وروسته بدل شي.

رویټرز ویلي په دغې ۳۳ میاشتنۍ جګړه کې، زرګونه اوکرایني وګړي وژل شوي او څه باندې ۶ میلیونه یې اروپايي هېوادونو ته کډوال شوي دي.

دغه جګړه له دویمې نړۍوالې جګړې وروسته د لویدیځ تر ټولو سخته جګړه ګڼل شوې چې روسیې پکې د ولادیمیر پوتین په مشرۍ د هوا او اوبو له لارې پر اوکراین برید وکړ.

اخوا د اوکراین له لوري هم د روسیې پر بیلابیلو سیمو بریدونه شوي چې د تلفاتو کره شمېر یې تر اوسه نه دی وړاندې شوی.

رویټرز ویلي، اوس د ټرمپ راتګ، چې ژمنه یې کړې چې په چټکۍ سره به جګړه پایته ورسوي، پرته له دې چې څرنګوالی یې څرګند کړي، د امریکا د پوځي مرستو او د پوتین پر وړاندې د متحد لویدیځ دریځ راتلونکی له پوښتنو سره مخ کوي او د جګړې د پایته رسولو لپاره د خبرو اترو احتمال لوړوي.

د اوکراین او روسیې د جګړې ۱۰۰۰ ورځې داسې مهال پوره کیږي، چې د امریکا منتخب ولسمشر، ډانلډ ټرمپ ویلي واک ته له رسېدو وروسته به جګړې پایته ورسوي.

شریک یي کړئ