د برازیل په کوربتوب د نړۍ شلو لویو اقتصادي هېوادونو سرمشریزه نن سې شنبه (لړم ۲۹مه) په یو ګډ پرېکړه لیک سره پای ته ورسېده چې د ګڼو مسایلو ترڅنګ پکې د نړۍوالې حکومتولۍ پر اصلاحاتو هم ټینګار وشو.
په دغه پرېکړه لیک کې ویل شوي، جي۲۰ هېوادونه ژمن دي چې نړۍ کې به د بېوزلۍ، لوږې او نامساواتو پر وړاندې مبارزه کوي او په اقتصادي، ټولنیز او چاپیریالي برخو کې به دوامداره پرمختګ ته لومړیتوب ورکوي.
په ګډه اعلامیه کې په غزه او لبنان کې هم پر روان وضعیت ادېښنه ښودل شوې، دغو سیمو ته یې د بشري مرستو پر پراخوالي ټینګار کړی او په فلسطین او اسراییل کې یې د دوو دولتونو د جوړېدا پلوي کړې ده.
په نړۍ کې دوامداره سوله او له اټومي وسلو تشه نړۍ نور هغه مسایل دي چې دغو هېوادونو پرې ټینګار کړی دی.