رویټرز خبر اژانس د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي، په تېرو دوو میاشتو کې په لبنان کې له ۲۰۰ زیات ماشومان وژل شوي او ۱۱۰۰ نور ټپیان دي.
راپور زیاته کړې، په لبنان کې له تر یوه کال اوږده شخړه د سپتمبر په وروستیو کې وروسته له هغې په پراخه جګړه بدله شوه چې اسراييل د حزبالله پر وړاندې بریدونه پیل کړل.
د یونیسف ویاند جیمز ایلډر په جنیوا کې یوې خبري غونډې ته وویل: «سره له دې چې په لږ تر لږه دوو میاشتو کې له ۲۰۰ زیات ماشومان وژل شوي دي، یو اندېښمنه وده لیدل شوې: د هغو کسانو له لوري چې کولی شي دا تاوتریخوالی ودروي، د دوی مرګونه د بې پرواۍ سره مخ دي، د لبنان د ماشومانو لپاره، دا د ویرې حالت عادي شوی»
هغه د وژل شویو ماشومانو د مسوولینو په اړه له تبصرې کولو ډډه وکړه، خو زیاته یې کړه چې دا هر هغه چا ته څرګنده ده چې رسنۍ تعقیبوي.
ایلډر ویلي، د لبنان او غزې په شخړو کې ورته والی موجود دی، ځکه د اسراییل او حماس ترمنځ د ۱۳ میاشتنۍ جګړې په پایله کې له ۴۳ زرو زیات وژل شوي کسان یو لویه برخه ماشومان ښودل کېږي.