Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

روسیې پر اوکراین بین البراعظمي بالسټیک توغندی توغولی دی

د کییف هوایي ځواکونه وایي، روسیې نن (پنجشنبه) د اوکراین پر نیپرو ښار بین البراعظمي بالسټیک توغندی توغولی دی.

دا لومړی ځل دی چې، روسیه له اوکراین سره جګړه کې دغه راز پياوړی او لیري واټن ویشتونکی توغندی کاروي. 

تر دې وړاندې اوکراین د بریټانیایي او امریکایي لیري واټن ویشتونکو توغندیو په وسیله روسیه کې بېلابېلې سیمې په نښه کړې وې.

د اوکراین هوایي ځواکونو ویلي، روسیې دا ځل د دغه هېواد په نیپرو ښار کې مهم او سوداګریز ځایونه ویشتلي دي. 

رویټرز لیکلي چې، بین البراعظمي بالسټیک توغندي تر زر کیلومټره واټن ویشتلی شي. 

اوکراین پر دغه هېواد د کارول شوي بین البراعظمي بالسټیک توغندي د نوعیت په تړاو څه نه دي ویلي.

شریک یي کړئ