Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پوتین: امریکا نړۍ د یوې جګړې په لور روانه کړې

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له بریټانیایي او امریکایي وسلو په کارونې پر روسیې د اوکراین تر برید وروسته وایي، دغه جګړه د نړۍوالې کېدو په لور روانه ده.

ولادیمیر پوتین ویلي، امریکا نړۍ د جګړې په لوري روانه کړې ده.

پوتین د روسیې له دولتي ټلویزیونه په وینا کې زیاته کړه: « څرنګه چې موږ له همغه وخته بیا بیا ویلي، د لویدیځ له لوري اوکراین کې رامنځته شوې سیمه ییزې جګړې اوس نړۍوال اړخ خپل کړی دی.»

پوتین لویدیځ ته خبرداری ورکړی چې، روسیه د دغو بریدونو ځواب ویلي شي. 

پوتین ویلي، روسیې د اوکراین له لوري د بریټانیایي او امریکا وسلو د کارونې په غبرګون کې د کییف ګڼ پوځي مرکزونه د منځني واټن ویشتونکي او له غږه چټک توغندي په وسیله په نښه کړې دي. 

د هغه په خبره، روسیه به د دغه راز وسلو کارولو ته دوام ورکړي او تر برید وړاندې به ملکیانو ته هم خبرداری ورکړي. 

تر دې وړاندې اوکراین ادعا کړې وه چې روسیې پر دغه خاوره د لویې وچې ویشتونکی توغندی کارولی دی.

شریک یي کړئ