Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اوچا: ۲۰۲۴ د مرستندویه کارکونکو لپاره مرګونی کال دی

د ملګرو ملتونو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي، ۲۰۲۴ کال کې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ۲۸۱ مرستندویه کارکونکي وژل شوي دي. 

اوچا په یوه ویلي، سږ کال د مرستندویه کارکونکو لپاره د مرګونی کال په توګه ثبت شوی دی. 

دغه بنسټ د مرستندویه کارکونکو پر خوندیتوب ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده چې، افغانستان، غزه، یمن، سویلي سوډان او اوکراین کې د مرستندویه کارکونکو پر وړاندې له ګواښونو خبر ورکړل شوی دی. 

بشري برخه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي نوی مرستیال ټام فلیچر تېره ورځ (جمعه) و ویل:« مرستندویه کارکونکي په بې سارې کچه وژل شوي دي. د دوی مېړانه او بشردوستي د بم او مرمۍ په وسیله په نښه شوي دي.»

هغه زیاته کړه: « که څه هم تر اوسه د ۲۰۲۴ کال پایته رسېدو ته یوه میاشت پاتې، خو د وژل شویو مرستندویه کارکونکو شمېر اوس هم نوی ریکارډ جوړ کړی دی.»

د مرستندویه کارکونکو پر وړاندې تاوتریخوالی په جګړه ییزو سیمو کې ملکي وګړو ته د زیان پراخه کچه ښیي. 

اوچا دغه راپور کې ویلي، ډېر دغه مرستندویه کارکونکي د غزې په روانه جګړه کې وژل شوي دي. 

اوچا ویلي، د ۲۰۲۳ کال له اکټوبر راهیسې غزه کې ۳۳۳ مرستندویه کارکونکي وژل شوي چې ډېری یې، د فلسطیني بې ځایه شویو لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه بنسټ (انروا) کارکونکي دي. 

د مالوماتو لمخې، غزه کې یوازې په روانه زېږیزه میاشت کې لس مرستندویه کارکونکي وژل شوي دي.

شریک یي کړئ