د ایران بهرنیو چارو زارت وايي، له څو اروپايي هېوادونو سره د هستوي پرګرام ترڅنګ په نورو مسایلو خبرو ته چمتو دي.
اسماعیل بقايي د بهرني سیاست اړوند خبرو کې ویلي، د ایران، فرانسې، جرمني او برېټانیا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالان د راتلونکې جمعې په ورځ (د لیندۍ ۹مه) د سیمې، نړۍ او دوه اړخیزو مسایلو په اړه غونډه کوي.
ښاغلی بقايي پر اېکس وايي: «په دغه کتنه کې به د نورو هېوادونو سره د تعامل او همکارۍ بنسټ د عزت، حکمت او مصلحت اصولو پر بنسټ دی او د راتلونکو خبرو اترو په اړه به دا خبرې د پخوا ترسره شوو خبرو اترو په تعقیب د درې اروپايي هېوادونو سره وشي.»
بقايي زیاته کړه، په نیویارک کې یې هم په دې اړه خبرې کړې دي.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند، اسماعیل بقايي په وینا په دغه کتنه کې به د سیمې د مسایلو لکه، فلسطین، لبنان او د هستوي پروګرام اړوند مسایلو په اړه هم خبرې وشي.
لویدیځو هېوادونو د امنیت شورا په ګډون تر دې وړاندې هم څو ځل له ایران سره د هستوي پروګرام په اړه خبړې کړي او دا یې ناقانونه کار بللی دی.
تر ټولو زیاته نیوکه د امریکا له لوري راپورته شوې او هغوی ویلي، چې په دغه کار سره د نړۍ امنیت ته ګواښ پېښېږي.