اسراییل چې له تېرو ۱۴ میاشتو راهیسې له حزب الله سره په جګړه بوخت دی، تازه یې د امریکا او فرانسې له لوري وړاندیز شوي اوربند ته د غاړې اېښودو چمتووالی نیولی دی.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د اسراييل کابینه دې ته چمتوالی نیسي چې د لبنان حزب الله سره اوربند وکړي.
اخوا د رویټرز د دغه راپور پر بنسټ، د فرانسې ولسمشر، ایمېنول ماکرون او امریکايي سیال یې، جو بایډن د دغې اوربند مسوولیت ته اوږه ورکړې او هڅه کوي چې د بېروت او تل ابیب ترمنځ اوربند په څو ساعتونو کې اعلان کړي.
تر اوسه د دغه اوربند د مودې او څرنګوالي په اړه څه نه دي ویل شوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند، مېتیو مېلر هم تېره شپه په یوه خبري غونډه کې و ویل، دوی به په دغه برخه کې خپله بشپړه هڅه کوي.
د هغه ترڅنګ د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د سلاکار ویاند، جان کربي هم د دغه خبر پخلی کړی، خو زیاته کړې یې ده چې څو هرڅه پایته نه وي رسېدلي، هېڅ هم نشي ویلی.
د اسراييل او حزب الله ترمنځ په دغه جګړه ییز موده کې د حزب الله د مشر، حسن نصرالله او د دغه غورځنګ د لوړپوړو غړو ترڅنګ زرګونه ملکي وګړي هم و وژل شول.