Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د اوربند اعلان؛ اسراييل باید د لبنان له سرحدي سیمو په شا شي

د اسراييل امنیتي کابینې لبنان کې د حزب الله سره وړاندیز شوی اوربند ومانه.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې دغه اوربند د اسراييل کابینې د د لسو مثبتو او يوې منفي رايې ورکولو سره منظور کړ.

د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي، دغه اوربند به سر له نن (چهارشنبې) عملي وي او دواړو لورو ته به د تاوتریخوالي د پراخولو اړتیا نه پیښېږي.

بایډن زیاته کړې چې د اوربند د تړون لمخې، اسراييلي ځواکونه اړ دي چې د لبنان له خاورې و وځي او له سرحدي سیمو بېرته په شا شي.

دغه اوربند د امریکا او فرانسې په منځګړیتوب اعلان شو.

د حزب الله او اسراييل ترمنځ دغې کابو ۱۴ میاشتنۍ جګړې زرګونه کسانو ته مرګ ژوبله واړوله او سلګونه زره نور یې له خپلو سیمو او کورونو وتلو ته اړ کړل.

اخوا د فرانسې ولسمشر، ایمنیول ماکرون په یوه وینا کې د دغه اوربند ملاتړ او هرکلی کړی دی.

د هغه ترڅنګ د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش هم پر اېکس لیکلي د دغه اوربند هرکلی کوي او هیله لري چې دغه تړون د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي، کړاونو او ویجاړۍ د پاېته رسېدو لامل شي.

د  اسټرالیا بهرنیو چارو وزارت هم د لبنان او اسراييل ترمنځ د دغه اوربند د عملي کېدو ملاتړ او هرکلی کړی دی.

شریک یي کړئ