Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سوریې په درې ورځنۍ جګړه کې نږدې ۳۰۰ تنه وژل شوي

د بشارالاسد د حکومت د یوې مخالفې ډلې «هیئت تحریر الشام» له لوري د سوریې د دویم لوی ښار «حلب» د نیولو له ادعا سره هم‌مهاله، د سوریې د بشري حقونو د څار بنسټ ویلي چې، په دغو جګړو کې یوازې په تېرو درېیو ورځو کې نږدې ۳۰۰ کسان وژل شوي دي.

بلخوا، د سوریې پوځ ویلي چې، د لنډې مودې لپاره یې له حلبه خپل ځواکونه ایستلي دي. 

په همدې حال کې د تحریر الشام ځینو ځواکونو هم حلب ښار ته د خپل بشپړ لاسرسي خبر ورکړی دی.

د تحریر الشام غړی محمد حسین الجوبي په دې هکله وايي:«عملیات درې ورځې مخکې پیل شول او د خدای شکر دی د مجاهدینو په لاس مو د حلب لوېدیځه برخه ازاد کړه. هغو وروڼو ته چې، په ازاد شویو سیمو کې دي وایو:« تر هغو چې، دلته مجاهدین دي، تاسو په امن کې یاست. دا د بشارالاسد د بانډونو موټرونه دي چې، اوس د مجاهدینو لاسته لوېدلي دي.»

بلخوا، د سوریې د اوسني حکومت ځينې نور مخالفان چې، د دوی په وینا، په ۲۰۱۶ کال کې له حلبه وتلي وو، اوس دغه ښار ته تر ننوتلو او د هغه تر نیولو وروسته وایي چې، حلب یې بیا تر خپل کنټرول لاندې راوستی دی.

د بشار اسد یو مخالف محمد ایزو وايي:«له اووه کاله بې‌‌ځایه کېدو وروسته، د خدای په غوښتنه او د خلکو د هڅو په برکت د حلب پر خاوره ګام کېښود. مجاهدینو! حلب اوس زموږ تر بشپړ کنټرول لاندې دی او موږ به د سوریې یو انچ خاوره هم پرېنږدو.»
 
د بشار اسد یو مخالف علي جمعه هم څرګندوي:«د خدای په فضل او د اسد د کورنۍ له امله له اتو کلونو بې‌ځایه کېدو وروسته، نن حلب ته راستانه شوو. زه د حلب بچی یم او اته کاله وړاندې یعنې په ۲۰۱۶ کال کې  له دغه ځایه بې‌ځایه شوم.»

د تحریر الشام او د بشارالاسد د حکومت د ځواکونو ترمنځ جګړې تر هغې وروسته زور واخیست چې، د تحریر الشام ځواکونو د چهارشنبې په ورځ د حلب ښار شمال لوېدیځو سیمو او ګڼو کلیو او ښارونو باندې چې، د بشارالاسد د حکومت تر ولکې لاندې دي، برید وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې، روسیې د سوریې حکومت ته د پوځي مرستو د ورکولو ژمنه کړې ده او ویلي یې دي چې، دا مرستې به ښايي په راتلونکو ۷۲ ساعتونو کې سوریې ته ورسېږي.

شریک یي کړئ