Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بشار الاسد ۲۴ کلن حکومت وپرځېد

د بشار الاسد ۲۴ کلن حکومت نن (یکشنبې، د ډسمبر ۸مه) د مخالفانو له لوري یې وپرځول شو.

د تحریر الشام ډلې د سوریې د پلازمېنې دمشق ښار له نیولو وروسته، د دولتي ټلوېزیون له لارې د بشار الاسد د حکومت د پرځېدو اعلان وکړ.
  
د سوریې د پوځ قومندانۍ هم په یوې اعلامیه کې اعلان وکړ چې، د سوریې د ولسمشر بشار الاسد حکومت راوپرځېد. 

د راپورونو له مخې، د سوریې ولسمشر بشار الاسد هم له سوریې بهر یوې ناڅرګندې سیمې ته لېږدول شوی دی.  

د بشار الاسد د مخالفانو په اعلامیه کې راغلي:«له اوږدې مودې بې‌عدالتۍ، ظلم او ستم وروسته او د دې ګران هېواد د زامنو او لوڼو د سترو قربانیو په پایله کې نن موږ د سوریې ستر ولس او ټولې نړۍ ته اعلانوو چې، د بشار الاسد رژیم نسکور شوی، هغه له هېواده وتښتېد او یوازې ویجاړۍ او کړاونه یې په مېراث پرېښي دي.»

له دې سره هم‌مهاله، د سوریې لومړي وزیر په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي چې، په خپل کور کې دی او چمتو دی چې، واک د دولت مخالفانو ته وسپاري.

د سوریې لومړی وزیر محمد غازي جلالي ویلي:«هغو مخالفانو ته چې، خپل لاسونه یې زموږ پر لور اوږده کړي او ټينګار یې کړی چې، د سوریې هېڅ وګړي ته به زیان ونه رسوي، دا هېواد یو عادي هېواد دی، داسې هېواد چې، له خپلو ګاونډیو او نړۍ سره ښې اړیکې ټينګوي؛ خو دا مسئله چې، هغې مشرتابه ته سپارل شوې چې، د سوریې د خلکو له لوري ټاکل شوې ده. موږ چمتو یو چې، ټولې ممکنې اسانتیاوې برابرې کړو.»

بلخوا، د تحریر الشام مشر هم په یوه ویډيويي پيغام کې د سوریې په مهمو ښارونو کې د خپلو ځواکونو پرمختګونه ستایلي دي.

د تحریر الشام مشر ابو محمد الجولاني ویلي:«دا یوه تاریخي شېبه ده چې، حق او باطل سره بېلوي. موږ خپلو مجاهدو وروڼو ته، لکه مخکې مو چې، له هغوی غوښتي وو، مهربانۍ ته رابولو. هغه څوک چې، خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي، باید خوندي پاتې شي او هغه څوک چې، تښتي، باید په خپل حال پرېښودل شي.»

د بشار الاسد مخالفانو د خپلو پرمختګونو په لړ کې د حلب، حما، او درعا ښارونو تر نیولو وروسته، په دې وروستیو کې وتوانېدل چې، د حمص او د سوریې څو نورې سیمې ونیسي او ځانونه د سوریې پلازمېنې دمشق ته ورسوي.

بل خوا، دمشق ته د بشار الاسد د مخالفانو له رسېدو سره، زرګونه زندانیان په ځانګړې توګه سیاسي بندیان، د دغه ښار له بندخونو ازاد شول.  

د دمشق یو اوسېدونکی په دې هکله وايي:«له ۱۳کاله فشار او کړاو وروسته د خوښۍ احساس کوو. رژیم پر موږ فشار راوستی و او موږ یې زیانمن کړي وو. اوس موږ له وېرې او ظلمه ازاد یو. موږ به پیاوړي پاتې شو او د غوره راتلونکي لپاره به په ګډه هڅې وکړو.»

دا په داسې حال کې ده چې، د نومبر پر ۲۷مه د بشار الاسد مخالفانو پر حلب ښار برید وکړ او د دغه مهم ښار تر نیولو وروسته یې نورو سیمو ته پرمختګ چټک شو. په پایله کې، هغوی له ۱۲ورځو جګړې وروسته، دمشق ته ننوتل او د بشار الاسد په وتلو سره یې دمشق هم تر خپلې ولکې لاندې راوست.

شریک یي کړئ