د سوریې د کورنۍ جګړې کډوال نن (چهارشنبه) په داسې حال کې خپل هېواد ته ستنېږي چې محمد البشیر د انتقالي دورې د لومړي وزیر په توګه ټاکل شوی دی.
امریکایي چارواکو د هیت تحریر الشام له مشرتابه غوښتي چې د هېواد له مستقیمې رهبرۍ ډډه وکړي او د یوه ټولګډوني بهیر له لارې د انتقالي حکومت د جوړولو هڅه وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلینکن، په یوه اعلامیه کې ویلي، نوی حکومت باید «د لږکیو د حقونو بشپړ درناوي ته ژمن وي، ټولو اړمنو ته د بشري مرستو د لېږد اسانتیاوې برابرې کړي، سوریه د ترهګرۍ د مرکز او خپلو ګاونډیانو ته د ګواښ په توګه د کارېدو مخه ونیسي.»
د رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې محمد البشیر تېره ورځ (سېشنبه) د دولتي ټلویزیون له لارې په لنډو خبرو کې اعلان وکړ چې د مارچ تر لومړۍ نېټې به د انتقالي حکومت مشري په غاړه ولري.